CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د مهارتونو نړيواله سيالۍ د چين په چونګ چينګ ښار کې پيل شولې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 09:58:43

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د مهارتونو نړيواله سيالۍ چې عنوان يې دی، ( د مهارتونو همکارۍ او ګډ پرمختګ)، د مې په ۲۷مه نېټه د چين په چونګ چينګ ښار کې پيل شولې. د ۴۴ هېوادونو او سيمو نږدې ۷۰۰ لوبغاړي په دغه سيالۍ کې برخه لري او دوی به په راتلونکو دوو ورځو کې د ۱۸ ډولونو په مسابقو کې ګډون وکړي. ۱۸ تنه چيني لوبغاړي به د ۱۸ ډولونو مسابقو کې برخې واخلي.

د مالوماتو له مخې، د دې نړيوالې سيالۍ د ترسره کېدو موخه د مهارتونو د پيوستون ډګر جوړول، د مهارتونو تبادلې او د همکاريو پياوړي کول، د ګډونوالو هېوادونو د مهارتونو د پرمختګ سويه لوړول او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې پرمختګ لپاره اغېزمن خدمتونه ترسره کول دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای