CRI Online

د م م د انسانانو د استوګنې لومړۍ غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 10:36:05


د م م سرمنشي مرستيال او د انسانانو استوګنې د ادارې اجرائيوي مشرې مېمونه موحد شريف پرانيستونکو مراسمو ته د وينا په حال کې

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د انسانانو د استوګنې لومړۍ غونډه د مې په ۲۷مه نېټه د کنيا په پلازمينه ناروبي کې تر سره شوه چې عمده موضوع يې د نوښت له لارې په ښارونو او د استوګنې په سيمو کې د لاښه ژوند برابرول دي او موخه يې په نړۍ کې د ښاري کېدو پر وړاندې له موجودو ننګونو سره د مقابلې لپاره د دواملرونکو لارو چارو لټول دي.

د م م سرمنشي مرستيال او د انسانانو استوګنې د ادارې اجرائيوي مشرې مېمونه موحد شريف په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې ياده غونډه له څو اړخيزم او ښاري کيدوڅخه د ډېرو هېوادونو د ملاتړ او په دې برخه کې د دوی د کړې ژمنې د پوره کولو له کبله تر سره کيږي. په نړۍ کې د ښاري کېدو تمايل ورځ تر بلې پياوړی شوی دی. د غونډې برخه وال به د ښاري کېدو په بهير کې د موجودو ننګونو او ستونزو په باب بحثونه وکړي او د دغو ننګونو د له منځه وړلو لپاره به نوې لارې چارې وړاندې کړي تر څو په دې برخه کې دواملرونکي پرمختګ وموندل شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای