CRI Online

د جاپان او امريکا مشران د سوداګريزو خبرو اترو د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله ګډو نظريو ته ونه رسيدل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 10:39:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جاپان صدراعظم شينزو ابي د مې په ۲۷مه نېټه په توکيو کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو د جاپان او امريکا ترمنځ پر اړيکو ټينګار وکړ،خو د دوه اړخيزو سوداګريزو خبرو اترو د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب ګډو نظريو ته ونه رسيدل.

دا يوولسم ځل دی چې شينزو ابي له ډونالډ ټرمپ سره خبرې اترې کوي. شينزو ابي تر دې خبرو اترو وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې د امريکا د اقتصادي پرمختګ لپاره د جاپاني تصديو پر خدمتونو ټينګار وکړ او هيله يې وښودله چې د دواړو هېوادونو اقتصاد لا پرمختګ وکړي.د دې ترڅنګ هغه وويل چې دواړه خواوې د جاپان او امريکا ترمنځ د سوداګريزو خبرو اترو د بهير د چټکتيا په هکله ګډو نظريو ته رسيدلي.

ډونالډ ټرمپ پر دې ټينګار وکړ چې له څو کلونو راهيسې د امريکا او جاپان ترمنځ په سوداګرۍ کې د نابرابرۍ مسئله سخته شوې ده. د امريکا موخه د جاپان په مقابل کې د سوداګريزو کسرونو کمښت او له جاپان سره د شته سوداګريزو خنډونو له منځه وړل دي. باور يې وښود چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګريزو خبرو اترو کې د دواړو خواوو په ګټه تړون لاسليک شي. په عين وخت کې هغه پهټي پي پي تړون کې د امريکا د بيا ګډون شونتيا رد کړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای