د سين هوا اژانس د خبر له مخې، اسرائيلی لومړي وزير نيتانيا هو د مې په ۲۷مه نېټه وويل، د اسرائيلو هوايي پوځ په همدې ورځ د سوريې پر پوځي تجهيزاتو او تاسيساتو بمبارۍ وکړې. د سوريې خبري رسنيو د خبر له مخې، د دې بمبارۍ له امله د سوريې حکومتي پوځ يو تن عسکر وژل او يو بل ټپی شوی دی.
نيتانياهو په همدې ورځ په اعلاميه کې وويل، د سوريې پوځ د مې په ۲۷مه نېټه د اسرائيلو پر جنګي الوتکې بريد وکړ او ناکام شو. موږ د سوريې د دغه عمل په ځواب کې په سوريه کې هغه راکېټ ويجاړ کړ چې د اسرائيلو پر جنګي الوتکې باندې ترې ګولۍ ويشتل شوې وې. نيتانياهو وويل، اسرائيل به پر ځان هېڅ ډول تېری کوونکی عمل و نه زغمي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |