CRI Online

پرهوا وۍ د امريکا حکومت د بنديز له امله امريکايان زيانمن شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 11:04:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې د چين پر هوا وۍ مخابراتي کمپنۍ د امريکا بنديزونه د دې هېواد په کليوالو سيمو کې د بې سيم مخابراتي بنسټيزو تأسيساتو د جوړېدو بهير د بندېدو سبب شوي دي.په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۲۷مه نېټه وويل چې پر هوا وۍ د امريکا حکومت د بنديز له امله د دې هېواد اړوندې ټولنې او مشتريان ډېر زيانمن شوي دي.

وياند لو کانګ په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې اړوندو پوښتنو ته د ځوابونو ور کولو په ترڅ کې وويل چې د امريکا حکومت يادې کړنې اړوندو ټولنو او مشتريانو ته ډېر زيانونه رسولي دي.د امريکا حکومت ځينو چارواکو تر وسې پورې هوا وۍ ته له دې امله ضربه ور کړې، په داسې حال کې چې له يوې خوا هېڅ دليل او ثبوت نه لري او له بلې خوا د اړوندو ټولنو او مشتريانو په شمول امريکايانو ته يې زيات زيانونه رسولي دي.نو دا له اټکل څخه وتلې نه ده چې امريکايان د امريکايي حکومت له يادې کړنې سره مخالفت کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای