د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د مې په ۲۷مه نېټه وويل، د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ پرېکړه وکړه چې منځني ختيځ ته به ۱۵۰۰ نور سرتيري وليږي، دغه عمل به د دې سيمې پر وړاندې خطرونه زيات کړي.
د روسيې خبري رسنۍ په همدې ورځ د بهرنيو چارو وزير لاوروف په قول خبر ورکړ، ټرمپ پرېکړه کړې چې په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د امريکايي سرتيريو د ميشتېدو د لړۍ په بهير کې به په دغو سيمو کې ۱۵۰۰ نور سرتيري ځای پر ځای کړي، له دې امله به د دغو سيمو پر وړاندې خطرونه لا زيات شي. روسيه هيله لري چې امريکا د ايران مسئلې په اړه عاقلانه چلند خپل کړي.
ايران څو ورځې مخکې د خليج له ګاونډيو هېوادونو سره يو پر بل د نه تېری کولو تړون د لاسليک وړانديز وکړ. لاوروف په دې اړه وويل، د ايران دغه وړانديز سم دی او ياد تړون ښايي د وضعيت د ارامولو لپاره لومړی ګام وي. د ايران دغه وړانديز د خليج سيمې خونديتوب د هڅولو په اړه د روسيې له وړانديز سره سمون خوري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |