د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا او ارام سمندر په اړه د م م د اقتصادي او ټولنيز کميسيون ۷۵مه کلنۍ غونډه د مې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د تايلند په پلازمينه بنکاک کې ترسره شوه او عنوان يې و، ( د ټول شموله عدالت او برابرۍ څخه د ډاډ لپاره د خلکو توان پياوړتيا). د تايلند شهزادګۍ مهه چکری سريندهورن، د کمبوديا لومړي وزير سمديچ هون سن، د اسيا او ارام سمندر په اړه د م م د اقتصادي او ټولنيز کميسيون اجراييوي سکريټر ارميدا اليسجهبنا په دغه غونډه کې ګډون وکړ. د چين د بهرنيو چارو د وزير سلاکار جانګ جون هم د يو پلاوي په مشرۍ په ياده غونډه کې ګډون وکړ.
د ( يو کمربند او يوې لارې) د دوامدار پرمختګ د هڅولو تر عنوان لاندې غونډه د مې په ۲۷مه نېټه په بنکاک کې د ياد کميسيون په مقر کې ترسره شوه. ښاغلي جانګ جون د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، اوس نړۍ له رنګارنګ خطرونو او ننګونو سره مخ ده. موږ به د يو کمربند او يوې لارې له ګډې جوړونې سره تر ۲۰۳۰ کال پورې د پرمختګ د اجنډا د پيوستون لپاره کوښښونه وکړو او د نړۍ د دوامدار پرمختګ لپاره به لا زيات ځواکونه راغونډ کړو. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |