CRI Online

شي جين پينګ د ۲۰۱۹کال لپاره د چين د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د معاملو غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 14:14:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د معاملو غونډه د مې په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې د اقتصاد په نړيوال کېدو سره خدمتي سوداګري ورځ تر بلې د نړيوالې سوداګرۍ يوه مهمه برخه او د مختلفو هېوادونو د اقتصادي همکارۍ يوه مهمه ساحه ګرځېدلې ده او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې نوی انجن زيات کړی دی.خدمتي سوداګري ښه راتلونکي لري او پرمختيايي امکانات يې ډېر دي. موږ بايد له اوسني فرصت څخه په استفادې سره ښه اينده برابره کړو چې بېلا بېل هېوادونه له نړيوالو خدمتونو څخه ګټې واخلي.

هغه پردې ټينګار وکړ چې چين د باکيفيته ورخلاصون د پرمخبيولو لپاره هڅه کوي،له څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم څخه ټينګ ملاتړ کوي او لازياتو برخو ته د بهرنيو پانګونو د داخلېدو او د ښه سوداګريز چاپيريال د برابرولو لپاره به هڅې وکړي. چين غواړي چې د خدمتي سوداګرۍد پانګونې په برخه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او د سوداګرۍ او پانګونو د ازادېدو او اسانېدو لپاره هلې ځلې وکړي تر څو د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير په لاپرانيستي،ګټور او برابر لور روان شي چې ترې ګډ برياليتوبونه تر لاسه شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای