د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۲۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د امريکا هغې څرګندونې ته ، چې وايي، امريکا له چين سره د اقتصادي او سوداګريز تړون د لاسليک لپاره چمتو نه ده، ځواب ورکړ
د اړوند خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې له جاپان څخه په ليدنه بوخت دی، د مې په ۲۷مه نېټه وويل، امريکا چمتو نه ده چې له چين سره اقتصادي او سوداګريز تړون لاسليک کړي.
لو کانګ په دې اړه وويل، له يوې مودې راهيسې، د امريکا د جګپوړو چارواکو په شمول شخصيتونو د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي اصطکاک په اړه ضدونقيض بېلا بېلې څرګندونې کړې، کله يې ويلي، ژر به اړوند تړون لاسليک شي. کله يې ويلي چې د اړوند تړون لاسليک له ستونزو سره مخ دی. خو چين تل دا نظر لري چې لومړی، د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول توپيرونه، مثلا د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه بايد د دوستانه خبرو اترو او همغږۍ له لارې حل شي. دوهم، چين تل پر دې ټينګار کوي چې د چين او امريکا ترمنځ تجارتي خبرې اترې بايد د متقابل درناوي، برابرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ ترسره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |