CRI Online

وانګ چي شان له پاکستان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 15:44:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه د مې له ۲۶ مې نېټې څخه تر ۲۸ مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړه او په دې ترڅ کې يې د دغه هېواد په پلازمينه اسلام اباد کې په جلا جلا توګه له ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان سره کتنه وکړه.

نوموړي له ولسمشر عارف علوي سره د کتنې په وخت کې وويل چې چين او پاکستان يو د بل ښه دوستان دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۶۸ کلونو راهيسې، که نړيوال حالات هر څنګه بدل شوي خو دواړو هېوادونو تل د متقابلو کليدي ګټو په برخه کې له يو بل څخه ټينګ ملاتړ کړی او رښتنې دوستي يې ساتلې ده. له تېرو څو کلونو راهيسې، د چين او پاکستان تر منځ اړيکې ښه پرمختګونه موندلي، د دواړو هېوادونو په سياسي چارو کې يې متقابل باور ټينګ کړی، خپلمنځي همکارۍ يې ژورې کړې او کلتوري تګ راتګ يې لا پياوړی کړی دی. د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د ابادۍ په برخه کې رښتنې لاسته راوړنې لري او په نوي زمانه کې يې د دواړو هېوادونو د دوستې او همکارۍ لوړ ريکارد ټينګ کړی.

ولسمشر عارف علوي لومړی د چين د جوړېدو ۷۰ کلېزې په مناسبت مبارکي وويله. هغه وويل چې په اوسنيو حالاتو کې د پاکستان او چين تر منځ همکارۍ مهم رول لوبوي. پاکستان تل د يو چين پر پېژندنې ټينګار کړی او د سترو ګټو د ساتلو په اړه يې له چين څخه ټينګ ملاتړ کړی. پاکستان غواړي له چين سره د کرنې، سيلانۍ او سوداګرۍ په شمول په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي او په ګډه د دواړو هېوادونو تر منځ هراړخېزې ستراتېژيکې د همکاريو اړيکې پرمخ بوزي.

تر کتنې وروسته ولسمشر عارف علوي وانګ چي شان ته د پاکستان عالي دولتي نښان ورکړ.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای