CRI Online

د چين د يو شمېر ولايتونو واليانو او د امريکا د ځينو ايالتونو مشرانو په يو فورم کې دا څرګنده کړه چې خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هېله او تمايل دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 20:00:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د يو شمېر ولايتونو واليانو او د امريکا د ځينو ايالتونو مشرانو فورم په وروستيو ورځو کې د امريکا د کينتاکي ايالت په ليکسينګتون کې پای ته ورسيد. د چين د خارجه وزارت وياند لو کانګ د مې په ۲۸مه نېټه په بيجينګ کې وويل چې له دغه فورم څخه څرګنديږي چې خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هېله او تمايل دی.

لو کانګ وويل چې د امريکا ځايي مشرانو او د صنعتي او سوداګريزو ټولنو استازو په جلا جلا توګه د خپلو وينانوو په ترڅ کې د چين او امريکا د اړيکو پر اهميت ټينګار وکړ او د دواړو هېوادونو د ځايي حکومتونو او د بېلا بېلو ټولنو د شخصيتونو تر منځ له تګ راتګ او همکارۍ څخه يې ملاتړ څرګند کړ. دوی په ورته وخت کې غوښتنه وکړه چې په مساعد ډول خپلمنځي توپيرونه او سوداګريز اصطکاک حل کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو ثابته پرمختيا دې وساتي. لو کانګ زياته کړه چې موږ غواړو چې له امريکا سره ګډې هلې ځلې وکړو او د دواړو هېوادونو د ځايي تګ راتګ او د بېلا بېلو ټولنو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړو تر څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسيږي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای