CRI Online

شي جين پينګ په بهر کي د مېشتو چينايانو له استازو سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 20:37:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې په بهر کې د مېشتو چينايانو له يو شمېر استازو سره ليدنه وکړه. ياد استازي په بهر کې د چينايانو د دوستۍ ټولنو د نهم کنفرانس او په بهر کې د چينايانو د دوستۍ ټولنې د پنځمې دورې د لومړۍ شورا استازي دي. رئيس شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د دولتي شورا په استازيتوب يادو استازو ته هرکلی ووايه او د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې مېشتو چينايانو ته يې نيکې هيلې څرګندې کړې.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ولسي سياسي مشوراتي کنفرانس د ملي کميټې مشر وانګ يانګ په ياده ليدنه کې ګډون کړی و.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سکريتريت منشي او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د متحدې جبهې څانګې مشر يو چوان هم په ياده ليدنه کې ګډون کړی و او په بهر کې د چينايانو د دوستۍ ټولنې د پنځمې دورې په لومړۍ شورا کې يې وينا وکړه. ټاکل شوې چې په بهر کې د چينايانو د دوستۍ ټولنو نهم کنفرانس به د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه پرانيستل شي او د څه باندې ۹۰ هېوادونو او سيمو چيني الاصله بهرنيانو د دوستۍ ټولنې تقريباً ۴۵۰ استازي به پکې ګډون وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای