CRI Online

په اسهامي بازارونو کې نړيوالو پانګوونکو يو ځل بيا د چين د اقتصاد په هکله اعتبارې رايې ورکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 20:48:19

د MSCI په نوم شرکت چې په نړۍ کې د پورونو د شاخصونو تر ټولو لوی برابروونکی دی، د ټاکلې مودې له مخې د مې په ۲۸مه نېټه د ټولې نړۍ په معياري شاخصونو کې د چين د A سهم لرونکي د نيوونکې برخې د لوړوالي پلان عملی کړ. تر يادې نيټې پورې د چين ۲۶ سهم لرونکې شرکتونه د MSCI په اړه د چين په شاخصونو کې شامل شول چې شمېر يې له پخوانيو ۲۳۸ سهم لرونکو څخه ۲۶۴ ته پورته شوی، په دغو شاخصونو کې د A ونډه لرونکو شرکتونو د شامليدو ګراف له پنځه سلنې څخه لس سلنې ته لوړ شوی، د MSCI په اړه د چين په شاخصونو کې او د MSCI په نويو سمسورو بازارونو کې د A اسهامو د شاخصونو اندازه په جلا جلا توګه ۵اعشاريه ۲۵ سلنې او ۱اعشاريه ۷۶ سلنې ته لوړه شوې ده.

په اسهامي بازارونو کې نړيوالو پانګوونکو يو ځل بيا د واقعي فعاليتونو له لارې د چين د اقتصاد د فعال انجن، پټ توان او قويوالي په هکله اعتباري رايې ورکړې. په داسې حال کې چې د ځينو هېوادونو د تجارت يو اړخيزم غوښتنه پياوړې شوې، سوداګريز جنګ روان دی، بېلا بېلو موسسو په جلا جلا توګه د نړيوال اقتصاد او تجارت د پرمختيا اندازې د ټيټوالي ارزونه کړې، دغه اعتماد ډېر ارزښناک دی.

م م په وروستيو ورځو کې د يو راپور په خپرولو سره په روان کال کې د نړيوال اقتصاد د پرمختيا سرعت د ارزونې اندازه ۲اعشاريه اووه سلنې ته راټيټه کړه چې د روان کال په پيل کې د ارزونې په پرتله يې صفر اعشاريه درې سلنه نوره کمه کړې، دغه راز په روان کال کې د نړيوال تجارت د پرمختيا سرعت د ارزونې اندازه يې ۲اعشاريه ۷سلنې ته راټيټه کړې چې دا د تېر کال د ۳اعشاريه ۴سلنې له سرعت څخه هم ټيټه اندازه ده. په ورته وخت کې د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا سازمان، نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق هم په جلا جلا توګه د نړيوال اقتصاد د پرمختيا د ارزونې اندازې ټيټې کړې دي.

په داسې حال کې چې د نړۍ د دويم لوی اقتصادی هېواد، د لومړی صادروونکي هېواد او دويم لوی واردونکي هېواد په توګه چين لا هم نورو خواوو ته د اعتمادوړ هېواد دی. د MSCI له باوري رايې نه پرته چين د پيسو د نړيوال صندوق ( IMF ) اعتماد هم تر لاسه کړی او دغه صندوق يوازې د چين د اقتصادي پرمختيا د ارزونې اندازه لوړه ښودلې ده.

د چين د اقتصاد په هکله د نړيوالو موسسو، د بهرنيو هېوادونو د مشرانو او د نړيوالو تصديو باورونه د چين د راتلونکې او اقتصاد په هکله د چينايانو له باورونو سره ټينګې اړيکې لري. پر له پسې تعديلوونکي بنسټيز تاسيسات، ټولنيز صنعتي سيستم، غوره والي سوداګريز چاپيريال، د نوي ساينس او تخنيکونو کارول او ستر مصرفوونکي بازار او د چينايانو زحمتونه يو فعال چين جوړوي. چين به په لا خلاصوونکې او زغموونکې رويې له نړيوالو سره ګډ پرمختګونه ومومي او د ګډو ګټو تر لاسه کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای