CRI Online

سيرګي لاوروف: ټول بهرني ځواکونه بايد له افغانستان څخه ووځي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-29 10:03:27

عکس: مالوماتي عکس دی

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د مې په ۲۸ مه نېټه په مسکو کې وويل چې د افغانستان د وضعيت د عادي کېدو لپاره دې ټول بهرني ځواکونه له دغه هېواد څخه ووځي.

نوموړي په همدې ورځ د روسيې او افغانستان د سياسي اړيکو د سلمې کليزې لمانځغونډې ته په وينا کې وويل، روسيه پدې نظر ده چې ټول بهرني ځواکونه بايد له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان بېلابېلې خواوې دې ژر تر ژره خبرې اترې پيل کړي. روسيه باور لري چې په افغانستان کې جګړه پوځي حل لاره نه لري، د دې مسئلې يوازينۍ حل لاره پر ډيپلوماسۍ او سياست تکيه کول دي.

په ياده لمانځغونډه کې د طالبانو څو ګډون کوونکو استازو څرګنده کړه چې افغانستان او روسيه دې خپلمنځي اقتصادي او سياسي اړيکو ته هراړخيز پرمختګ ورکړي، ځکه د دواړو خواوو ګټې سره يوځای دې.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای