CRI Online

د اسيايي انکشاف بانک مشر د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د ګډون هيله څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-29 11:44:04

د سنهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيايي انکشاف بانک مشر تاکيهيکو ناکاو د مې په ۲۸مه نېټه وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد معقول دی او موخه يې د تګ راتګ او ارتباطو پياوړتيا ده، د اسيايي انکشاف بانک په مناسبو پروژو کې د ګډون هيله لري.

تاکيهيکو ناکاو له چين څخه د خپلې ۳ ورځنۍ ليدنې د پای ته رسېدو په درشل کې په بېجينګ کې يوه خبري ناسته کې وويل، چې د اسيايي انکشاف بانک له خوا ځيني وړاندې شوي وړانديزونه د يو کمربند او يوې لارې له پېشنهاد سره سمون لري، که مناسبې پروژې رامنځته شي، بېلا بېلې خواوې پکې همکارۍ کولی شي او يا د پروژو ترمنځ همغږي پياوړې کولی شي.

نوموړي چين ته د خپل سفر په ترڅ کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي ادارې، د ماليې وزارت او د ايکولوژۍ او چاپيريال وزارت له مسئولينو سره خبرې اترې وکړې چې د اسيايي انکشاف بانک او چين ترمنځ د همکاريزو اړيکو د پياوړتيا په اړه يې بحثونه وکړل او اړوند يادښتونه لاسليک کړل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای