د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې - ۲۴ تلويزيون خبر ورکړ چې د دې هېواد صدراعظم ديميتري مدويديف د مې په ۲۸مه نېټه وويل، چې د اروپا او اسيا اقتصادي ټولنه د بهرنيو همکاريو د موندلو په هڅه کې ده او ژر به له سينګاپور، اسرائيل او هند سره د ازادې سوداګرۍ تړونونه لاسليک کړي، د دې ترڅنګ له ځينو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ په اړه سلامشورې روانې دي.
د اروپا او اسيا اقتصادي ټولنه په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې، د ټولنې په غړيو هېوادونو کې روسيه، قزاقستان، بلاروس، قرغېزستان او ارمنستان شامل دي. د ټولنې هدف دا دی چې له ۲۰۲۵ کال مخکې به د ټولنې په داخل کې د سوداګريزو توکيو، خدمتونو، پانګو او انساني ځواکونو ازادې تبادلې پوره شي او همغږۍ اقتصادي تګلارې به پلې شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |