د مې په ۲۸مه نېټه د کينيا په نايروبي کې د م م د انساني استوګنې له لومړي کنفرانس څخه د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال د ښارونو د نړيوالې ورځې په اړه کوربه فعاليت به د روسيې په يکسټرينبورګ کې تر سره شي.
د ښارونو نړيواله ورځ د چين حکومت تر هڅو لاندې د م م له خوا ټاکل شوې نړيواله ورځ ده. په ۲۰۱۳ کال کې د م م ۶۸مې عمومي اسامبلې د چين د پېشنهاد له امله يو پريکړه ليک تصويب کړ چې له مخې يې د هر کال د اکتوبر ۳۱ مه نېټه د ښارونو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
د چين د کورونو او د ښارونو او کليو د ابادۍ وزارت چارواکي په ياد کنفرانس کې وويل، چې د ښارونو د نړيوالې ورځې له لارې د ښارونو د دواملرونکي پرمختګ په اړه د نړيوالې ټولنې پاملرنه لوړه شوې او اړوندې نړيوالې همکارۍ هڅول شوې دي. باور لرو چې د ښارونو نړيواله ورځ به د ښارونو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ او د ښارونو د دواملرونکي پرمختګ په برخو کې لا مثبت رول ولوبوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |