CRI Online

چين د امريکا د ځای نيونې نه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-29 21:19:23

د امريکا ځينو سياستوالانو په وروستې موده کې ويلي چې د چين اقتصاد په چټکه توګه پرمختګ کوي او له امريکا سره يې سيالي روانه کړې او غواړي چې د امريکا په پرتله لا پياوړی شي. دغو امريکايي سياستولو ويلي چې چين په نړۍ کې لومړی سوپر هېواد نه شي ګرځيدلی. په حقيقت کې چين د امريکا د ځای نيونې هدف نه لري. د امريکا د دغو سياستوالانو له نظريو څخه څرګنديږي چې دوی ستراتيژيکې انديښنې لري.

له سړې جګړې وروسته امريکا په نړۍ کې د يوازينې سوپر هېواد مقام ټينګ کړی دی. امريکا د اقتصاد، پولي چارو، ساينس او تخنيکونو او پوځي توان په شمول ځينو برخو کې لا هم د نورو هېوادونو په نسبت قوی دی. د ستوکهولم په نوم د سولې د څيړنې نړيوال انسټيټيوټ د شميرنې له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د امريکا د پوځي لګښتونو شمېر له ۶۴۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات و چې په دې برخه کې يې په ګردې نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.

په تېرو څلويښتو کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې د دغه هېواد اقتصاد او ساينس او تخنيکونو توان چټک پرمختګ کړی او د چين او امريکا تر منځ فاصيله ورځ په ورځ کميږي، خو د دواړو خواوو تر منځ لا هم لويه فاصيله شتون لري. سره له دې چې د امريکا حکومت په ۲۰۱۷ کال کې د هېواد د امنيتي ستراتيژۍ په هکله راپور خپور کړ او په دغه راپور کې يې چين د خپل سيال په توګه نومولی دی،دغه راز په هند او ارام سمندر سيمه کې يې د يوې ازادې او پرانيستې سيمې د جوړولو ستراتيژيکي نيت تصديق کړی دی.

د امريکا د سياستوالانو د دښمنانه نظريو لامل دا دی چې په اوږده موده کې د دوی د تسلط غوښتنې عمل د نړيوال کيدو د پرمختيا لخوا مخه نيول کيږي، نو دوی د خپل توان د کمزورتيا په اړه وېره لري او انديښنه لري چې چين به د دغه هېواد په پرتله قوي ځواک وګرځي.

که څه هم چين د نړۍ دويم لوی اقتصادي هېواد دی، خو لا هم په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی. تېر کال په چين کې د هر تن په سر د چينايانو د جي دي پي اندازه يوازې نژدې ۱۰ زرو امريکايي ډالرو ته رسيده چې دا د امريکا يو پر شپږمې برخې ته هم نه ده رسيدلې. په ټول چين کې څه دپاسه ۱۶ مليونه بې وزله کسان شتون لري. چين د اقتصادي جوړښت د لوړتيا، د ښارونو او کليو او د مختلفو ځايونو تر منځ د پرمختيا د نابرابرې د حلولو لپاره ډېرو کارونو او وختونو ته اړتيا لري.

په اوس مهال او راتلونکې کې د چين تر ټولو مهمه دنده د اقتصادي ابادۍ او د هېواد پرمختګ او د خلکو د لا شتمن او نيکمرغه ژوند جوړول دي. چين يوازې غواړي په خپله پرمختګ وکړي او د امريکا د ځای نيونې نيت نه لري او نه غواړي له نورو هېوادونو سره سيالي وکړي. ځکه چې چين د تسلط غوښتنې نظر نه لري او د سوله ايزې پرمختيا پر نظر ټينګار کوي او يوازې غواړي بېلا بېلو هېوادونو ته د پرمختيا فرصتونه برابر کړي.

اوسمهال که د چين او امريکا تر منځ سوداګريز اصطکاک په معقوله توګه حل نه شي، نو د دواړو هېوادونو او د ټولې نړۍ ګټو ته به زيانونه ورسيږي. د امريکا د تسلط غوښتنه او د ګډو ګټو پر بنسټ د چين د همکارۍ لاره کوم يو ښه امتخان دی؟ په دې هکله نړيواله ټولنه ډېره ښه پوهيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای