CRI Online

د ترکيې او امريکا ولسمشرانو په تليفوني خبرو اترو کې د دوه اړخيزو اړيکو او نورو مسئلو په باب بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-30 09:43:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردوغان د مې په ۲۹مه نېټه د امريکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره تليفوني خبرې اترې وکړې او پکې يې د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو مسئلو په باب بحثونه وکړل.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر رئيس فهرتين التون په همدې ورځ وويل چې دواړو مشرانو په تليفوني خبرو اترو کې د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو مسئلو په باب بحثونه وکړل. د ترکيې ولسمشر اوردوګان بيا وړانديز وکړ چې د ترکيې له خوا له روسيې څخه د S-400 ډول هوايي دفاعي توغندي سيستم د اخيستلو په هکله د ترکيې او امريکا ګډه کاري ډله جوړه شي. التون زياته کړه چې دواړو خواوو موافقه کړې چې په جون مياشت کې به د جاپان په اوساکا کې د شلو هېوادونو د ګروپ په سرمشريزه غونډه کې يو له بل سره ملاقات وکړي.

د امريکا سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دواړو هېوادونو مشرانو په همدې ورځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ، د امريکا له خوا د واردېدونکو ترکي فولادو توليداتو د تعرفو د کمولو او د ياد توغندي سيستم په شمول پر يو لړ مسئلو بحثونه وکړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای