CRI Online

د اروپا او اسيا د اقتصادي چارو کميټې د لوړې کچې شورا غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-30 09:45:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اروپا او اسيا د اقتصادي چارو د ګډې ټولنې واکمن ارګان يعنې د اروپا او اسيا د اقتصادي چارو کميټې د لوړې کچې شورا غونډه د مې په ۲۹مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه نورسلتان کې تر سره شوه او برخه والو په دې ټولنې کې د پاملرنې وړ مسئلو او پرمختيايي راتلونکي په باب بحثونه وکړل. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دې غونډې په موده کې وويل چې چين د اروپا او اسيا د اقتصادي چارو د ټولنې ستراتيژيک همکار دی او د دې ټولنې ابادول بايد د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند له ابادۍ سره ونښتل شي.

د خبر له مخې په ياده غونډه کې د دې ټولنې د جوړېدو د پنځمې کاليزې په هکله د اروپا او اسيا د اقتصادي چارو کميټې د لوړې کچې شورا د ګډې اعلاميې په شمول اتلس سندونه تصويب شول. ولسمشر پوتين وويل چې په راتلونکو څو مياشتو کې به په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې د دې ټولنې او چين ترمنځ همکاريز تړون نافذ شي او په بېلا بېلو ساحو کې به د ګډو ګټو پربنسټ د دوه اړخيزې همکارۍ کلک بنسټ وګرځي. هغه زياته کړه چې د دې ټولنې د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختيايي انډول د دغې ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پرتله چټک دی او ور څخه داسې ښکاري چې يادې ټولنې په اقتصادي چارو کې د غړو هېوادونو او نورو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ مخنيوی نه دی کړی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای