CRI Online

د م م د انساني استوګنې د کنفرانس لومړې عالي رتبه غونډه د ښار دوامدار پرمختګ ته پام کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-30 09:53:56

 

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د انساني استوګنې د کنفرانس لومړې عالي رتبه غونډه د مې په ۲۹مه نېټه د کنيا په پلازمينه نايروبي کې تر سره شوه. د کنيا، جنوبي سوډان او يمن په ګډون د اړوندو هېوادونو مشرانو په دې غونډه کې له نورو هېوادونو څخه هم غوښتنه وکړه چې د م م د انساني استوګنې ادارې د کارونو ملاتړ وکړي، څو چې د استوګڼې، کار او استخدام او اقليمي بدلون په شمول د ښارګوټي کېدو په جريان کې له ډول ډول ننګونو پر وړاندې ګډ مقاومت وکړي.

د کنيا ولسمشر اوهورو کنياتا وويل، د ښارګوټې کېدو بهير د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د پرمخبيولو په حال کې دی، خو دغه بهير نړۍ ته، په تيره بيا پرمختيايي هېوادونو پر وړاندې سترې ننګونې رامنځته کړې، مثلا، د استوګنې ستونزې. حکومت دې د دغو ننګونو او ستونزو د لېرې کولو لپاره د کار نوښتونه پيدا کړي او په دې برخه کې دې د شخصي شرکتونو د ګډون هڅه وکړي.

د م م د انساني استوګڼې ادارې اجرائيوي مشرې ميمونه محمد شريف وويل، د ۳۸ هېوادونو حکومتونو او ۳۲ سازمانونو ژمنه کړې چې د م م د دوامدار پرمختګ پلان او د دومدار ښار د جوړونې پلان د پلي کېدو په غرض د يادې ادارې ته د ۱۵۲ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پيسې برابرې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای