CRI Online

امريکا اروپايي ملګرو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې ښايي له ايران سره د سوداګرۍ له امله له بنديزونو سره مخامخ شي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-30 11:14:15

بلومبرګ اژانس د مې په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د ټرمپ حکومت د روانې مياستې په پيل کې خبرداری ورکړی چې د اروپا ملګري هېوادونه ښايي له ايران سره د سوداګرۍ د دوام له امله د امريکا له بنديزونو سره مخامخ شي.

د خبر له مخې، د امريکا د ماليې مرستيال وزير سيګال منديلکير د مې په ۷مه نېټه د ينسټيکس په نوم د فرانسې، جرمني او بريتانيا له خوا جوړ شوي د تجارتي ميکانيزم مسئول پير فيسچير ته د يو پيغام په ليږلو سره وويل، چې که ينسټيکس په کار پيل وکړي، دغه ميکانيزم او اړوندې خواوې ښايي د امريکا له پولي سيستم څخه بې برخې شي. منديلکير په خپل پيغام کې له فيسچير څخه وغوښتل چې د ينسټيکس له امله د بنديزونو په امکان جدي فکر وکړي، د امريکا د بنديزونو پرضد مخالف فعاليت ښايي سخته نتيجه رامنځه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای