CRI Online

د تعرفو له لارې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مسئلې حلېدل خطرناک دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-30 15:08:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له چين سره د سوداګرۍ په اړه د امريکا د ملي کمېټې مشر کرايګ الن څو ورځې مخکې هيله وښودله چې چين او امريکا د پرانيستې، سپيڅليتوب او متقابل درناوي پر بنسټ خبرو اترو له لارې ژر سوداګريز تړون لاسليک کړي او د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ لپاره يوه ثابته زمينه برابره کړي. هغه اخطار ورکړ چې د تعرفو د خنډونو په زياتېدو سره به د سوداګريزو خبرو اترو کوښښونه ويجاړ شي.

ښاغلي کرايګ الن څو ورځې مخکې د چين او امريکا د ولايتونو او اياليتونو د مشرانو په پنځم فورم کې د ګډون په وخت کې زموږ له خبريال سره په مرکه کې پر دې ټينګار وکړ چې امريکا بايد د تعرفو تګلارې له چين سره د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د حلولو د طريقې په توګه نه وای غوره کړی. هغه وويل

((موږ تل له دې سره مخالفت کوو چې د امريکا حکومت د تعرفو لوړولو طريقه غوره کړې، د تعرفو خنډونو زياتوالی به د امريکا ځاني ګټو ته هم زيانونه ورسوي. زموږ په اند، دا يو سم انتخاب نه دی. ))

نوموړي وويل، د امريکا حکومت د تعرفو د لوړولو له لارې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې ستونزې حلول خطرناک دي. اوس دواړه خواوې بايد په ښه توګه خبرې اترې وکړي. ده وويل

((اوس دواړو خواوو خبرې اترې پيل کړې، نو بايد د خبرو اترو له لارې اړونده مسئله حل کړي. که امريکا په خپله اراده د اوسنۍ اقتصادي او سوداګريزې مسئلې د حل لپاره د تعرفو تګلارې غوره کړي، نو د دغو تګلارو له امله رامنځته شوې ستونزې به د اوسنۍ مسئلې په نسبت لا سختې وي، دا د اوس لپاره ريښتنی خطر دی. ))

ښاغلي کرايګ الن دې ته اشاره وکړه، اړونده مسئله بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، نه دا چې نورې ستونزې رامنځته کړي. په نږدې راتلونکې کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز تړون لاسليکول د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري. هغه وويل

(( د چين او امريکا ترمنځ په نږدی وخت کې د سوداګريز تړون لاسليکول د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون خوري، په دې توګه به د دواړو خواوو ترمنځ لا ثابتې او اغېزمنې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې شي. د دواړو هېوادونو تصدۍ نه غواړي چې له ناثابت وضعيت سره مخ شي. د دواړو هېوادونو حکومتونه، اقتصادي او سوداګريزې ډلې بايد د متقابل درناوي پر بنسټ د نظريو صادقانه تبادلې وکړي او د ديموکراتيکو خبرو اترو له لارې دې د احترام وړ تړون لاسليک کړي. دواړې خواوې بايد په خبرو اترو کې اړونده مسئله حل کړي، نه دا چې نورې ستونزې رامنځته کړي.))

د ښاغلي کرايګ الن په اند، که چين او امريکا په نږدي وخت کې سوداګريز تړون لاسليکولی شي، نه يوازې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اصطکاک حل کړي، بلکې د دوه اړخيزو اړيکو پر بېلا بېلو برخو به مثبتې اغېزې وکړي. هغه وويل، دواړه خواوې بايد د اړوند تړون د لاسليکولو لپاره لازم سازش وکړي. د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو سالم پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو ګټو سره، بلکې د نړيوال اقتصاد له ثبات او پرمختګ سره هم اړه لري. هغه وويل: ((په نړۍ کې د لومړي او دوهم لويو اقتصادونو ګډ او هوسا ژوند د ګردې نړۍ ارامتيا د ساتلو لپاره لازم دي. که لومړی او دوهم لوی اقتصادونه په جنجال کې وي، نور هېوادونه به څنګه خونديتوب تر لاسه کړي؟ نو د امريکا او چين ترمنځ اقتصادي او تجارتي ستونزې نه يوازې د دواړو هېوادونو په اړه دوه اړخيزې ستونزې دي، بلکې د ګردې نړۍ د اقتصادي جوړښت او د نړيوال اقتصاد له پرمختګ سره مهمې اړيکې لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای