CRI Online

د اسرائيلي پارلمان د رايګيرۍ له مخې د دې هېواد پارمان منحل شو او ټاکنې به بيا تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-30 15:38:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، دا چې د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيټانياهو په ټاکلي وخت کې کابينه نه ده جوړه کړې، د اسرائيلو پارلمان د مې د ۲۹مې نېټې په شپه د رايګيرۍ له لارې د نيټانياهو په مشرۍ د ليکود ګوند له خوا وړاندې شوې مسوده تصويب کړه چې له مخې يې پارلمان منحل شو او نوې ټاکنې به بيا تر سره شي.

د اسرائيلو د ۲۱مې دورې پارلمان ټاکنې د اپريل په ۹مه نېټه تر سره شوې چې پکې يې ليکود ګوند د نوی پارلمان لومړی لوی ګوند وګرځېد او نيټانياهو ته د نوی حکومت د جوړولو صلاحيت ورکړل شو، د مې ۲۹مه نېټه د نيټانيا له خوا د نوې کابينې د جوړېدو د وروستي وخت په توګه ټاکل شوه. خو د نيټانياهو او د (( اسرائيل بېتېنو )) ډلې د مشر اويګدور ليبيرمن ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ له امله کابينه نه ده جوړه شوې. د مې په ۲۹مه نېټه د اسرائيلو پارلمان د رايګريرۍ له لارې پريکړه وکړه چې د ۲۱مې دورې پارلمان منحل شو او د روان کال د سپتمبر په ۱۷مه نېټه به ټاکنې بيا تر سره شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای