د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند صدراعظم نارندرا مودي په مسلسله توګه د دغه هېواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو او د ده د لوړې مراسم د مې په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه نوي ډيلي کې تر سره شول چې د صدراعظم په توګه د ده د ماموريت دوهمه موده په رسمي توګه شروع شوه.
دغه مراسم پر ځايي وخت د ۳۰مې نېټې د ماښام په اوو بجو د هند د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د دغه هېواد د ولسمشر رام نات کوويند تر مشرۍ لاندې تر سره شول. د هند د نوې کابينې د غړيو لېست په همدې ورځ خپور شو چې د تېرې دورې د کابينې اکثره غړي پکې شامل دي. څه باندې ۶۰۰۰ کسان په يادو مراسمو کې ګډون کړی و. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |