د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان لخوا د تازه شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ربعه کې د نړيوالو سوداګريو د نه تائيدولو له امله د شلو هېوادونو ډلې په غړيو هېوادونو کې وارداتي او صادراتي سوداګرۍ د نرمښت په حال کې دي.
د يادې شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د دغو هېوادونو د وارداتي سوداګريو اندازه د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه دوه کمه شوې او صادراتي اندازه يې د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه څلور زياته شوې ده.
د ابتدائيې شمېرنې له مخې، په همدغه ربعه کې د امريکا وارداتي اندازه د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه نهه ټيټه شوې ده چې په دې جمله کې له چين څخه د دغه هېواد وارداتي اندازه په سلو کې دوولس کمه شوې ده.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |