CRI Online

لي که چيانګ د هند د لومړي وزير په توګه د بياځلي ټاکلېدو په اړه نارندرا مودي ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-31 09:30:28
لي که چيانګ د هند د لومړي وزير په توګه د بياځلي ټاکلېدو په اړه نارندرا مودي ته د مبارکۍ پيغام وليږه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۳۰مه نېټه د هند د لومړي وزير په توګه د بياځلي ټاکلېدو په اړه نارندرا مودي ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

صدراعظم لي که چيانګ د مبارکۍ په پيغام کې وويل، د چين او هند تر ګډو کوښښونو لاندې، اوس د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې د ثابت پرمختګ په حال کې دي او په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ مخ په پراخېدو دي. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو او د دوی د خلکو له ګډو هيلو سره سمون خوري، بلکې ګردې نړۍ او سيمې ته يې ثابت او فعاله ځواک هم برابر کړی دی. غواړم له لومړي وزير مودي سره د چين او هند ترمنځ د همکاريزو اړيکو د پرمخبيولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړم. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای