CRI Online

د ايران لوی مشر ايت الله سيد علي خامنه يي له امريکا سره د خبرو اترو له شونتيا څخه انکار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-05-31 09:36:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د مې په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد لوی مشر ايت الله سيد علي خامنه يي د مې د ۲۹مې نېټې په شپه په يوه وينا کې بيا تائيده کړه چې ايران به له امريکا سره خبرې اترې ونه کړي، ځکه چې دغه شان خبرې اترې به ارزښت ونه لري او د ايران ګټو ته به زيان ورسوي.

نوموړي په همدې ورځ د ايران له کارپوهانو او علمانو سره د کتنې په ترڅ کې وويل، پر ايران باندې د امريکا اوسني فشارونه د زياتېدو په حال کې دي او موخه يې دا ده چې ايران ته اړ کړي چې د خبرو اترو د ميز تر څنګ يو ځل بيا کيني. خو ايران به دغه خبرې اترې ونه مني.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې ايران به د خپلو ملي ارزښتونو پر سر معامله ونه کړي او د انقلاب د مرکزي چارو په اړه به خبرې اترې ونه کړي. که په يادو مسئلو کې جوړجاړی وشي، مانا يې مقابلې خوا ته سر ټيټول دي.

نوموړي زياته کړه چې ايران د اروپايي هېوادونو په شمول له نورو هېوادونو سره د ډيالوګ هر کلی کوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای