د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ونزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو د مې د ۲۹مې نېټې په شپه په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، د دغه هېواد د حکومت او مخالفې ډلې ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو تر سره شو. هغه باور څرګند کړ چې سوله د ګام پورته کولو لپاره يوازېنۍ لار ده. د مخالفې ډلې مشر او د پارلمان مشر جوان ګوايدو وويل، دواړو خواوو د خبرو اترو په دې پړاو کې هيڅ تړون نه دی لاسليک کړی.
ولسمشر مادورو وويل، د خبرو اترو دوهم پړاو د ناروي په پلازمينه اوسلو کې د درېيو ورځو لپاره دوام درلود. د ده په اند، د دغه هېواد د کورني بحران د حل لوايح د سولې ساتل، د اساسي قانون درناوی کول، په همغږۍ سره ښه ژوند کول او د اقتصاد پرمختګ دي. د يوې ټولپوښتنې د پايلې له مخې، د دغه هېواد په سلو کې له اتياوو نه زيات خلک له سوله ييزو خبرو اترو څخه ملاتړ کوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |