د سين هوا اژانس د خبر له مخې، جاپان او روسيې د مې په ۳۰مه نېټه په توکيو کې د بهرنيو چارو او د دفاع وزيرانو مخامخ دوه پر دوه خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د جنجال وړ ټاپوګانو او امنيتي چارو په برخو کې ډېر توپيرونه درلودل.
د جاپان د بهرنيو چارو وزير تارو کونو، د دفاع وزير تکشی يويا د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګی لاوروف او د دفاع له وزير سيرګی شويګو سره خبرې اترې وکړې. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلورم ځل دوه پر دوه خبرې اترې وې.
د جاپان خبري رسنيو د خبر له مخې، دواړو خواوو په خبرو اترو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د امنيتي وضعيت په شمول ځينو موضوعاتو په اړه د نظريو پراخې تبادلې وکړې او له ذروي وسلو څخه د کوريا ټاپووزمې پاکوالي د هڅولو په اړه يې موافقه وکړه. خو دواړو خواوو د جنجالي ټاپوګانو او امنيتي چارو په اړه ډېر توپيرونه درلودل او پر خپلو نظريو يې ټينګار کړی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |