CRI Online

په روسيې کې د چين لوی سفير لي هوي د چين او روسيې له خبري رسنيو سره مرکه ومنله

cri     (GMT+08:00) 2019-05-31 12:10:59

په روسيې کې د چين لوی سفير لی هوي د مې په دېرشمه نېټه د چين او روسيې له مهمو خبري رسنيو سره مرکه ومنله او له روسيې څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ليدنې، د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو، د دوه اړخيزو همکاريو، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د اويايمې کاليزې په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنه د جون له پنځمې نيټې څخه تر اوومې نيټې پورې له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړي او په سټپيټربورګ کې به د نړيوال اقتصاد په ۲۳م فورم کې ګډون وکړي. سفير لي هوي له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې د مشرانو ترمنځ تګ راتګ ډېر شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې په پر له پسې توکه لاټينګې شوې،دوه اړخيزې همکارۍ لا پياوړې شوې او کلتوري تبادلې لازياتې شوې چې دواړو هېوادونو او خلکو له دوه اړخيزو همکاريزو لاسته راوړنو څخه ګټې اخيستې دي. سفير لي هوي د دوه اړخيزو اړيکو د راتلونکي پرمختګ د يادونې په ترڅ کې وويل(اواز.........) چين غواړي چې له روسيې سره په ګډه د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوي مهمې ګډې نظريې پلې کړي،د يو کمربند او يوې لارې او د اروپا او اسيا د اقتصادي چارو د ټولنې د ابادۍ د نښلېدنې په برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته ادامه ور کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ ټولنيز بنسټ لاټينګ کړي.چين او روسيه د همکاريو او ګډو برياليتوبونو په محورد نوي ډول نړيوالو اړيکو ټينګښت هڅوي او دواړه خواوې به د م م ، د شانګهای د همکارۍ سازمان، د شلو هېوادونو د ګروپ، د بريکس هېوادونو او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان په شمول څو اړخيز چوکاټ کې خپلمنځيو همکاريو ته دوام ور کړي تر څو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده شي او نړيوال نظام په لا عادلانه لور روان شي.

هغه دې ته په اشارې سره وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کولو له شپږو کلونو راهيسې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د همکاريو سويه په پر له پسې توګه لوړه شوې او د چين او روسيې د اقتصادي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک هم زيات شوی دی. په دې وروستيو کلونو کې د دوه اړخيزه همکاريزه پيمانه پراخه شوې او کيفيت او خوځنده ځواک يې پياوړی شوی دی. تېر کال د چين او روسيې دوه اړخيز سوداګريز ارزښت له سل مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. د دې ترڅنګ دواړو خواوو د انرژيو، د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ، د کرنيزو توليداتو د سوداګرۍ، سيلانۍ او ځايي همکاريو په برخو کې يو لړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. هغه وويل (اواز..........) ولسمشر پوتين په وار سره د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په لومړي او دوهم فورم کې ګډون کړی و او د خپلو عملونو له لارې يې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د پلي کولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو هيله او ټينګ هوډ وښود. د دواړو هېوادونو د مشرانو په هڅو او کوششونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختيا ستراتيژيکې همکارۍ ژورې شوې چې د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ نوي پړاو ته رسيدلی دی.د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريز محتويات غنی شوی او په کلتوري برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادلې ډېرې شوې دي.

روان کال د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی.سفير لي هوي وويل چې دا د دوه اړخيزو اړيکو په پرمختيايي بهير کې مهم مرحله ييز کار دی. دواړو خواوو موافقه وکړه چې په دې مناسبت يو لړ فعاليتونه تر سره کړي تر څو د چين او روسيې ترمځ اړيکې نوی پرمختګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای