د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د EE په نوم مخابراتي شرکت د مې په ۳۰مه نېټه په رسمي توګه د لندن په شمول شپږو لويو ښارونو کې د 5G شبکې خدمتونه پيل کړل، ځيني مشتريان د نوې ډول مخابراني شبکې له ګړندي سرعت څخه ګټه اخيستلی شي.
د EE شرکت د 5G شبکې خدمتونه لومړی په لندن، کرديف، يدينبورګ، بيلفست، برمينګهام او منچستر شپږو لويو ښارونو کې پيل شول، خو په دغو ښارونو کې د 5G شبکه ټولو سيمو ته نه ده رسېدلې.
د چين د هوا وې تخنيکي شرکت وويل، ډېر خوشحال دی چې د بريتانيا د EE شرکت همکار ګرځېدلی او له EE شرکت څخه يې ملاتړ وکړ چې په بريتانيا کې د 5G شبکې جوړونه هڅوي چې د موبايل لا ګړندي او د باور وړ لاس رسی تر لاسه شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |