د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا به د راتلونکې جون مياشتې په لسمه نېټه امريکا ته د مکسيکو پر صادراتو تعرفې پنځه سلنه نورې لوړې کړي چې مکسيکو اړ کړي چې د هغو ناقانونه مهاجرينو مسئلې ته ډېره پاملرنه ورکړي چې د امريکا او مکسيکو ترمنځ د پولې له لارې امريکا ته ننوځي.
د مکسيکو حکومت په همدې ورځ په ځواب کې وويل، که امريکا د مکسيکو پر صادراتو د تعرفو لوړولو تدبير نافذ شي، مکسيکو به د ځواب په توګه کلک تدبيرونه ونيسي.
د امريکا سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، مکسيکو امريکا ته د مهاجرينو د ناقانونه ننوتلو د مخنيوي په برخه کې غير فعاله رويه غوره کړې، او په نتيجه کې يې ګڼ شمېر ناقانونه مهاجرين امريکا ته ننوتلي دي چې د امريکا دولتي خونديتوب او اقتصاد ته يې ګواښونه رسولي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |