CRI Online

د خليج همکارۍ کونسل او د عربي هېوادونو ټولنې ځانګړې سرمشريزې غونډې په مکه کې تر سره شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-06-01 15:49:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د خليج همکارۍ کونسل او د عربي هېوادونو ټولنې ځانګړې سرمشريزې غونډې د مې د ۳۰مې نېټې په شپه د سعودي عربستان په مکه کې تر سره شوې. د دغه هېواد د پاچا سلمان بن عبدالعزيز سعود په شمول د زياتو عربي هېوادونو مشرانو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

د خليج همکارۍ کونسل د سرمشريزې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د خليج هېوادونو د ګډو نظريو د تر لاسه کولو پر اساس يوه ګډه اعلاميه خپره شوه. په دغه اعلاميه کې د خليج سيمې امنيت ته د زيان رسولو له امله پر ايران نيوکه وشوه او له ايران څخه يې غوښتنه وکړه چې له ترهګرۍ سره له مرستو څخه لاس واخلي، همدارنګه يې له نړيوالې ټولنې څخه هم غوښتنه وکړه چې پر ايران باندې جدي بنديز ولګوي.

دغه راز په دغه غونډه کې مخالف اواز هم رامنځته شوی او عراق د دغې اعلاميې له لاسليکول رد کړل. د عراق ولسمشر برهم صالح وويل چې ايران اسلامي هېواد دی او د عراق ګاونډی هېواد هم دی. د ايران امنيت او ثبات د اسلامي هېوادونو او عربي هېوادونو له ګټو سره سمون خوري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای