CRI Online

د المان خارجه وزير: المان غواړي د ايران ذروي تړون ته نجات ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-01 15:53:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان خارجه وزير هيکو ماس د مې په ۳۱مه نېټه وويل، امريکا او المان د ايران د ذروي مسئلې د حلولو په هکله بېلې لارې غوره کوي او المان غواړي د ايران ذروي تړون ته نجات ورکړي.

نوموړي په همدې ورځ د امريکا له خارجه وزير ميک پومپيو سره له خبرو اترو نه وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، المان او امريکا د ايران د ذروي مسئلې په باب ورته هدف لري چې ايران به ذروي وسلې تر لاسه نه کړي او د خپلو بالستيکو توغنديو د څيړنې معلومات به ښکاره کړي. خو دواړه هېوادونه د دغې مسئلې د حلولو لپاره بېلې لارې غوره کوي. امريکا د تېر کال په مې مياشت کې د ايران له ذروي تړون څخه وتلی، خو المان غواړي دغې تړون ته نجات ورکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای