د چين اړوندې څانګې د جون په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، څرنګه چې د امريکا د فېدېکس (Fedex) د مال لېږد رالېږد شرکت په چين کې اړوند مالونه ناسمو ادرسونو ته وړي دي چې دغه عملونه د چيني مشتريانو حقه حقوقو ته سخت زيانونه رسولي دي او د چين د مالونو د ژر لېږد رالېږد چارو له قانون څخه سرغړونه ده، نو چين په دې اړه تحقيقات شروع کړي دي.
دغه خبر د خلکو له تمې سره سمون خوري. د معلوماتو له مخې، د مې په ۲۴مه نېټه د فېدېکس شرکت د هوا وې شرکت دوه بستې مالونه چې له جاپان څخه دې چين ته لېږل کېدل، امريکا ته لېږلي دي. په همدې ورځ د هوا وې شرکت نورې دوه بستې مالونه چې د هوا وې شرکت څخه دې په اسيا نورو نماينده ګيو ته لېږل کېدل، امريکا ته وړي دي. نو د فېدېکس شرکت بايد توضيحات وکړي چې دغه کړه وړه د اداري غلطۍ او يا د امريکا د حکومت د اوږد مټ لرونکې ادارې له امله رامنځته کېږي. د چين اړوندې څانګې په دغه شرکت باندې جدي احتجاج کړی او د قوانينو له مخې يې اړوند تحقيقات شروع کړي دي.
اوسمهال په چين کې د بې باوره تور لېست مکانيزم د جوړېدو په حال کې دی. د چين د قوانينو او قواعدو له مخې به په دغه ليست کې د شاملېدونکو تصديو، ډلو او شتخصيتونو په مقابل کې لازم قانوني او اداري تدبيرونه ونيول شي. د فېدېکس شرکت په اړه تحقيقات هغو بهرنيو تصديو ته خبرداری ورکوي کوم چې د چين له قوانينو څخه سرغړونه کوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |