CRI Online

چين د يوه سپين کتاب په خپرولو سره پر اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو له امريکا سره د مزاکراتو درې واقعيتونه روښانه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-02 20:50:34

د چين حکومت د جون په ۲ مه نېټه پر اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو له امريکا سره د مزاکراتو په اړه د خپل دريځ سپين کتاب خپور کړ او پدې سره يې نړۍ ته د دغه مزاکراتو واقعيتونه روښانه کړي او خپل هغه ټينګ هوډ يې څرګند کړ چې د مهمو او لويو اساسي موضوعاتو په برخه کې به هېڅ جوړجاړی و نه کړي.

په دغه سپين کتاب کې چې څه باندې ۸۰۰۰ کليمې لري،په عمده توګه د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو مزاکراتو درې واقعيتونه روښانه شوي.

لومړی: له شوې هوکړې څخه د امريکا درې ځلې سرغړونې د دواړو هېوادونو د مزاکراتو د سختو شنډېدو اصلي سبب دی. په دغه سپين کتاب کې په جلاجلا توګه د۲۰۱۸ کال په مارچ او مې او د ۲۰۱۹ کال په مې کې له شوې هوکړې څخه د امريکا د دريو ځلو سرغړونو پروسې بيان شوې او دې ته په اشارې سره ليکل شوي چې د امريکا حکومت په ټينګار سره د لوړې بيې غوښتنه کړې، د خپلې ژمنې له مخې يې پر چيني توليداتو لوړې شوې ګمرکي تعرفې نه دي لغوه کړې او په ټينګار سره دا غوښتنه کوي چې په تړون کې د چين د حاکميت په اړه ناحقه غوښتنې ځای پر ځای کړي چې په دې سبب د دواړو خواوو د نظر اختلافونه لاتراوسه نه دي لرې شوي.

دوهم: چين له نورو څخه د غلا کولو له لارې نه ، بلکې په يوازې ځان د کوښښونو له لارې د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. په دغه سپين کتاب کې پدې هکله د ګڼو شمېرنو په تېره بيا د امريکا د سوداګريزې ټولنې او ځينو مجلو د نظرونو په ښودلو سره زيات شواهد وړاندې شوي دي.

درېيم: د ګمرکي تعرفو زياتوالی د امريکا د بيا لوېدو سبب نه دی شوی. په ۲۰۱۸ کال کې له چين سره د امريکا د تجارتي سوداګرۍ منفي بيلانس د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪11.6 زيات شوی، پر چين يې د لوبيا او موټرو د پلورلو اندازه په جلاجلا توګه ٪50 او ٪20 کمه شوې ده. په دغه سپين کتاب کې همدارنګه د امريکايي څېړنيزو ارګانونو او د پيسو نړيوال صندوق د سروې نتيجې هم ښودل شوې چې له مخې يې پر چيني توليداتو د امريکا د ګمرکي تعرفو د زياتېدو له امله د امريکايي تصديو د توليد سربيې لوړې شوې، په امريکا کې د توکو بيې لوړې شوې،د امريکا پر اقتصادي ودې او د خلکو پر ژوند يې منفي اغېزې پيدا کړې دي، پر چين د امريکايي توکو د پلورلو مخه نيول شوې او نړيوال اقتصاد هم سخت ګواښ سره مخ شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای