CRI Online

اسرائيلو د سوريې پر يو پوځي هوايي ډګر د توغنديو بريد کړی چې له امله يې يو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-03 10:25:43
اسرائيلو د سوريې پر يو پوځي هوايي ډګر د توغنديو بريد کړی چې له امله يې يو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د جون په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې اسرائيلو په همدې ورځ د سوريې د حمص ايالت پر T4 پوځي ډګر د توغنديو بريد وکړ چې له امله يې يو تن عسکر ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.

د سوريې پوځ وويل، د همدې ورځې په شپه د حمص ايالت په ختيځ کې T4 پوځي هوايي ډګر د اسرائيلو د توغنديو له بريد سره مخ شو، د سوريې د هوايي دفاع پوځ د دوو توغنديو مخه نيولې او نور توغندي پر ياد هوايي ډګر لګېدلي دي چې له امله يې درېيو تنو عسکرو ته مرګژوبله اوښتې ده، د وسلو يو ګدام ويجاړ شوی او د هوايي ډګر ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوې دي. دغه پوځي هوايي ډګر په سوريه کې د ترهګرۍ پر ضد د سوريې په مبارزه کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای