CRI Online

IEEE د هوا وې شرکت پر غړو هغه بنديزونه لېري کړي چې د نشرولو په بهير کې د ارزولو او اصلاحاتو په چارو کې ګډون نه شي کولی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-03 16:02:33
 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا په نيويارک کې د برقي اوالکترونيکي انجنيرانو انسټېټيوټ ( IEEE) د جون په ۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د هوا وې شرکت او فرعي شرکتونو يې پر غړو هغه بنديزونه يې لېري کړي چې د IEEE لخوا د معلوماتو نشرولو په بهير کې د ارزولو او اصلاحاتو په چارو کې ګډون نه شي کولی. په ياده اعلاميه کې راغلي، ټول غړي کولی شي چې د IEEE په ټولو فعاليتونو کې ګډون وکړي، که د دوی خاوندان هر څوک وي.

د امريکا د سوداګرۍ وزارت د مې مياشت په نيمايي کې هوا وې او فرعي شرکتونه يې د معاملو د محدودولو په لېست کې شامل کړل. له دې وروسته IEEE په يوه اعلاميه کې ويلي چې د هوا وې شرکت او د فرعي شرکتونو غړي يې نه شي کولی چې د IEEE په ځينو فعاليتونو کې ګډون وکړي، لکه د يوې برخې د نشروونکو معلوماتو د ارزولو او اصلاحاتو په چارو کې ګډون وکړي. د IEEE داسې کړنه په اکاډميک ډګر کې ډېره غندل شوې ده.

د IEEE د وروستۍ اعلاميې له مخې، پخوانۍ کړنه د قانوني خطر د مخنيوي لپاره وه. د امريکا د سوداګرۍ وزارت سره تر خبرو اترو وروسته د هوا وې او د فرعي شرکتونو غړي يې اوس کولی شي چې د IEEE د معلوماتو نشرولو په بهير کې د ارزولو او اصلاحاتو په چارو کې ګډون وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای