د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۳ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا په الفاظو لوبې کوي او د خبرو اترو لپاره صميميت نه لري.
دا په داسې حال کې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پدې وروستيو ورځو کې په خپلو خبرو کې وويل چې امريکا غواړي له شرط پرته له ايران سره خبرې اترې وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په ياده اعلاميه کې راغلي چې امريکا پر الفاظو لوبې کوي او د خبرو د ظاهرې معنا تر شا رښتينې معنې پټوي، نو ايران به پدې اړه ځواب ورنه کړي، د امريکا حکومت بايد له ايران سره د مقابلې پاليسۍ او تدابير بدل کړي چې دا د ايران لپاره د ځواب ورکولو مخکښ شرط دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |