CRI Online

د پاکستان چارواکي د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو مشورو کې د چين دريځ وستايه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-04 15:35:20

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر د جون په دوهمه نېټه د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو مشورو کې د چين دريځ په هکله سپين کتاب خپور کړ چې په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلې دی. د پاکستان د مسلم ليګ(ن) مشر او د سنامجلس د بهرنيو چارو د کميټې رئيس مشاهد حسين سيد د جون په درېيمه نېټه په اسلام اباد کې د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د دغه سپين کتاب محتويات عادلانه دي او له حقيقتونو سره سمون لري او د مساواتو، ګډو ګټو او باور پربنسټ د سوداګرۍ مشورتي دريځ ښکارندويه کوي چې دا د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د حل وفصل لپاره ګټوره ده. خو امريکا نه يوازې په يو اړخيزه توګه سوداګريز اصطکاک پيل کړی بلکې له چين سره يې په يادو مشورو کې بې باوره رويه غوره کړې چې دا به په پايله کې نه يوازې د دواړو هېوادونو اقتصاد ته زيانونه ورسوي بلکې د نړيوال اقتصاد د شاتګ سبب به هم وګرځي.

مشاهد حسين وويل چې زه په دې مشورو کې د چين دريځ ستايم چې د امريکا له دريځ سره ډېر توپيرونه لري. هغه وويل ، د چين دريځ دا دی چې اقتصادي او سوداګريزې مشورې بايد د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ تر سره شي.زما په اند دغه دريځ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره يو عادلانه دريځ دی.خو امريکا تل د دغو مشورو پرمخ خنډونه جوړ کړي او ډېر زيانونه يې رسولي دي.نو زه نظر لرم چې چين د سوداګريز اصطکاک په اړه سپين کتاب پر وخت خپور کړی. چين له دې لارې نړيوالو ته د همکارۍ، متقابل تګ راتګ او پيوستون او ګډ پرمختګ په اړه خپل دريځ بيان کړی، خو امريکا د تضاد، اختلافونو او د نورو هېوادونو د مخنيوي په بار دريځ غوره کړی. مونږ معلومات لرو چې چين او امريکا په دې برخه کې د نظريو توپيرونه لري.

نوموړي دې ته په اشارې سره وويل چې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د غوره کېدو له څه باندې څلوېښتو کلونو راهيسې د دغه هېواد ستر اقتصادي پرمختګ موندل شوی او عمومي ځواکونه په پر له پسې توګه پياوړې شوي چې له دې کبله نړيوال اقتصاد هم پرمختګ کړی دی. خو امريکا په يو اړخيزه توګه سوداګريز اصطکاک پيل کړی او په پر له پسې توګه يې له چين څخه د وارېدونکو توليداتو تعرفې زياتې کړي چې پلمه يې د چين له خوا ناعادلانه سوداګريزه تګلاره په ګوته کړې ، خو په حقيقت کې امريکا د چين پرمختګونو څخه ويريږي چې امريکا يې ننګونې بولي. هغه وويل،امريکا بردې ښه پوه شوې چې په بېلا بېلو برخو کې له چين سره سيالي يو ستونزمن کار دی.هرچېری چې په سوداګرۍ او نوښت کې اويا په علومو او تخنيکونو او مصنوعي ځيرکتيا کې وي، د امريکا تګلارې جوړوونکو تل د چين پر چټک پرمختګ انديښنه ښودلې، نو ځکه.نو دوی وغوښتل چې د 5Gتخنيک په برخه کې د چين پر هوا وۍ شرکت بنديزونه ولګوي.خلک د امريکا پر دغې کړنې ملنډې وهي. ځکه پخوا امريکا د ازادې سوداګرۍ هڅونکی وه او له سوداګري ساتو کړو وړو سره يې مخالفت کاوه ، او د نړيوال کېدو لارښوونکی هم و. خو اوس چين د نړيوال کېدو، ازادې سوداګرۍ د هڅولو او له سوداګرۍ ساتو کړنو سره د مخالفت بېرغ پورته کړی.

مشاهد حسين زياته کړه چې اوس له چين سره د سوداګريز اصطکاک په هکله د امريکا رويه خطرناکه ده .نوموړي وويل، امريکا بايد سم انتخاب وکړي او خپلې غلطې کړنې دې بدلې کړي او د خبرو اترو ميز ته دې کيني. د دې ترڅنګ دوی دې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو پربنسټ له چين سره مشورو ته دوام ور کړي او يو تړون دې لاسليک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای