CRI Online

تبصره: د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د پخوا په پرتله ډېرې ښې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-04 19:44:29

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جون په ۵مه نېټه له روسيې څخه د رسمي ليدنې او د ساينټ پيټرسبورګ په ۲۳مې دورې نړيوال اقتصادي فورم کې به د ګډون لپاره له بېجينګ څخه حرکت وکړي. سږ کال د چين او روسيې ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګښت له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. مخکې تردې دواړو هېوادونو څو څو ځله څرګنده کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پخوا په پرتله په ډېره ښه زمانه کې دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په دې مهم تاريخي وخت کې روسيې ته رسمي سفر وکړي، نو دغه سفر به نوې مرحلې او لوړې سويې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره کليدي اهميت ولري.

په تېرو پنځو کلونو کې د چين او روسيې مشرانو يو له بل سره تر ۲۰ ځله ډېر کتلي او د دواړو مشرانو ترمنځ نژدې کاري او شخصي اړيکې ټينګې شوې دي. د مشرانو ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثبات او پخوالي نښه ده. د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين د سږ کال په اپريل کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم فورم کې ګډون وکړ. کابو دوه مياشتې وروسته به رئيس شي جين پينګ په روسيه کې د ساينټ پيټرسبورګ په ۲۳مې دورې نړيوال اقتصادي فورم کې برخه واخلي. دواړه مشران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره عالي لايحه طرحه کوي او د ستراتيژۍ لارښوونه کوي او ورڅخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ځانګړتيا، مهم ارزښت او لوړه سويه څرګندېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای