CRI Online

د چين او روسيې مشرانو په اوسنۍ زمانه کې د نړيوال ستراتيژيک ثبات د ساتلو په هکله د دواړو هېوادونو ګډه اعلاميه لاسليک کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-06 10:39:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په پنځمه نېټه په مسکو کې په اوسنۍ زمانه کې د نړيوال ستراتيژيک ثبات د ساتلو په هکله د دواړو هېوادونو ګډه اعلاميه لاسليکه کړه.

په دې اعلاميه کې راغلي چې دواړه هېوادونه په دې پوهيږي چې اوسنی نړيوال امنيتي چاپيريال له ننګونو سره مخ دی، نو ټينګ هوډ لري چې دواړه خواوې به متقابل ستراتيژيک باور لا ټينګ کړي، ستراتيژيکې همکارۍ به پياوړې کړي او په ټينګه سره به نړيوال او سيمه ييز ستراتيژيک ثبات وساتي.

د دواړو خواوو په اند ځينو هېوادونو د سياسي او سوداګريزو ګټو ته په کتو له ځاني اړتياوو سره سم د پوځي تجهيزاتو د کنترول او د ګڼ وژونکو وسلو د نه خپرېدو اوسني سيستم ته زيانونه رسولي چې دغه کړنه ډېره خطرناکه ده.

چين او روسيه ګډ نظر لري چې دواړه هېوادونه بايدد ذروي وسلو د نه خپرېدا سيستم پياوړی کړي او د بې ذروي وسلې کولو،د ذروي وسلو د نه خپرېدو او د ذروي انرژۍ د سوله ييزې کارونې لپاره به هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای