CRI Online

کريسټين لاګارډ د شلو صنعتي هېوادونو له ډلې څخه وغوښتل چې د سوداګريزو خنډونو د کمولو لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-06 15:45:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوال پولي صندوق مشرې کريسټين لاګارډ د جون په ۵مه نېټه د شلو صنعتي هېوادونو له ډلې څخه وغوښتل چې د اقتصادي زياتوالي پر وړاندې پراته خنډونه دې لرې او د سوداګرۍ ترينګلی وضيعت دې ارام کړي او د نړيوال اقتصاد د پياوړې، دايمي او جامع ودې لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي.

کريسټين لاګارډ د نړيوال پولي صندوق په ويبپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې اوسنۍ نړيواله اقتصادي وده کيدای شي ثبات ولري، خو لاهم له ډېرو خنډونو سره مخامخ ده، پر وړاندې يې بې ثباتي او کمزورتيا لاهم شتون لري او د منځنۍ مودې اقتصادي ودې احتمال ښه ندی.

په ځانګړې توګه، هغې دې ته ګوته نيولې چې د نړيوالې سوداګرۍ اوسنۍ ترينګلتيا نورې ډېرې انديښنې راپورته کړي. د خپل ځان په ګټه سوداګرۍ ساتنه نه يوازې نړيوالې اقتصادي ودې او استخدام ته زيان رسوي، بلکې د اړوندو توکو لګښت هم زياتوي او د ټيټ عايد لرونکو کورنيو ته لازيات زيانونه رسوي. هغې له شلو صنعتي هېوادونو څخه په راتلونکي کې د تعرفو زياتوالي د له منځه وړلو او د سوداګريزو خنډونو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای