CRI Online

شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره يوځای د چين او روسيې د سياسي اړيکو د اويايمې کاليزې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ او هنري ننداره يې وکتله

cri     (GMT+08:00) 2019-06-06 17:32:39

دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د اويايمې کاليزې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ او هنري ننداره يې وکتله. اوس به پدې هکله د سي ار ای د رپوټ تفصيلات واورئ!

په دغې لمانځغونډې کې لومړۍ ولاديمير پوتين وينا وکړه او ويې ويل ، د روسيې او چين ترمنځ اړيکو په تېرو اوياوو کلونو کې بې له شکه غيرعادي پرمختيايي لار وهلې ده. دواړو خواوو يو له بل څخه ملاتړ او يو له بل سره مرسته کړې او خپلمنځي اړيکې يې نن د تاريخ بې سارې لوړې سويې ته پورته کړې دي. دواړو هېوادونو نن يوه ګډه اعلاميه لاسليک او خپره کړه او د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا لپاره يې لا لويه موخه وټاکله. روسيه به له چين سره په ګډه د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساينې او ګټو لپاره هلې ځلې وکړي.

شي جين پينګ هم دغې غونډې ته يوه وينا وکړه چې عنوان يې دی راځئ چې لاس په لاس هڅه وکړو، اوږه په اوږه وړاندې لاړ شو او د نوې زمانې لپاره د چين او روسيې د اړيکو ښه راتلونکی جوړ کړو.

(نن موږ په دغو درنو مراسمو د چين او روسيې د سياسي اړيکو اويايمه کاليزه لمانځو او د دغو اړيکو د يوې بلې تاريخي شېبې هرکلی کوو. موږ به خپلمنځي هغه نه ماتېدونکي همکارۍ هيرې نه کړو چې د شوروي اتحاد په ملي دفاعي جګړه او له جاپان سره د چين د مقاومت په جګړه کې چيني او روسي سرتېرو او ولسي وګړو خپلمنځي همکارۍ کولې او فاشيستان يې پر شا تمبول او يو له بل سره يې نه ماتېدونکې دوستي ټينګه کړې.))

شي جين پينګ وويل، د نوي چين د جوړېدو په دوهمه ورځ شوروي اتحاد نوی چين ومانه او سياسي اړيکې يې ورسره ټينګې کړې. په هغه وخت کې چې په نوي چين کې بېلابېلې چارې کمزورې وې او پرمختګ ته يې ډېر ضرورت درلود، د شوروي اتحاد ګڼ کارپوهان چين ته راغلل او له چينايانو سره يې د صنعتي بنسټ د ټينګېدو په برخه کې مرسته وکړه. دواړو هېوادونو د ۲۱ مې پېړۍ له پيل وروسته د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب پر اساس د همکاريو تړون لاسليک کړ او هغې مفکورې ته يې قانوني بڼه ورکړه چې د نسلونو لپاره پر دوستۍ ټينګار کوي او دوښمانه کړه وړه نه مني.

رئيس شي جين پينګ او ولسمشر پوتين په همدې ورځ اعلان هم وکړ چې دواړه هېوادونه به د نوې زمانې لپاره د همکاريو جامع او ستراتېژيکې اړيکې ټينګې کړي. رئيس شي جين پينګ پدې اړه وويل:

(( په نوې زمانه کې چين او روسيه بايد د متقابل اعماد پر بنسټ خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي، د مهمو موضوعاتو په برخه کې بايد يو له بل څخه زيات ملاتړ او پر سم پرمختيايي او ستراتېژيکي لوري دې ټينګار وکړي. دغه راز د ګټو پيوستون بايد پياوړی کړي،د اروپا او اسيا له اقتصادي اتحاد سره بايد يو کمربند او يوه لار پيوند کړي او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو نوی جوړښت دې جوړ او د خلکو ترمنځ پوهاوی دې پياوړی کړي، په ګډې دې نړيواله سوله او ارامي وساتي او له نړيوالې ټولنې سره يوځای دې د نړۍ د څو قطبي کېدو او د نړيوالو اړيکو د ديموکراتيک کېدو بهير پر مخ يوسي، د يوې لابډايې، ثابتې او عادلانه نړۍ د جوړولو لپاره دې هڅې وکړي او نوې نړيوالې اړيکې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي))

شي جين پينګ زياته کړه چې اويا کلنې تاريخي تجربې ښيي چې نه يوازې په پخوا، بلکې اوس يا په راتلونکي کې به هم چين او روسيه هميشه ښه ګاونډيان او ډېر صميمي ملګري دي. دواړه هېوادونه به د سياسي اړيکو د ۷۰ مې کاليزې له نوې پيل څخه د نوې زمانې لپاره د خپلمنځي همکاريو د جامع او ستراتېژيکو اړيکو د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای