CRI Online

تبصره: هغه نظر بې دليل دی چې ګواکې امريکا له چين سره په سوداګريزو چارو کې ځان ته زيان او ضرر رسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-06 18:20:02

د چين سوداګرۍ وزارت د جون په ۶مه نېټه له چين سره له سوداګريو څخه د امريکا د اخيستل شويو ګټو د څيړنې راپور خپور کړ او په دغه راپور کې د جدي حساب، څيړنې او شمېرنې له لارې د چين او امريکا ترمنځ په سوداګريزو چارو کې د منفي توازن د رامنځته کېدو لاملونه او عوامل څرګند شوي دي. رښتيا ده چې امريکا له چين سره له سوداګريو څخه سترې ګټې تر لاسه کړي دي او کوي يې. په دغه راپور کې ثابت شوي چې د چين او امريکا ترمنځ په سوداګريزو چارو کې چين مثبت توازن لري، خو دواړه هېوادونه ورڅخه ګټه اخلي، نو هغه نظر بې دليل دی چې امريکا له چين سره په سوداګريزو چارو کې ځان ته ريان او ضرر رسوي.

چين د جون په ۲مه نېټه د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي مشورو په اړه د چين د دريځ سپين کتاب خپور کړ. ياد راپور په سپين کتاب کې د چين د دريځ او نظر په اړه اضافي توضيحات دي چې دا به له نړيوالې ټولنې سره د چين او مريکا ترمنځ د سوداګريو د منفي توازن د رامنځته کېدو لاملونه او رښتيا شريک کړي.

چين تل په دې نظر دی چې ډيالوګ او مشوره د اقتصادي اصطکاک د له منځه وړلو لومړی انتخاب دی، خو مشوره بايد د متقابل درناوي او مساواتو پر اساس تر سره شي. په تېر کال کې له رامنځته شويو پېښو څخه څرګندېږي چې پر چين باندې سخت فشار اچول هيڅ رول نه دی لوبولی او نه يې ولوبولای شوای، نو په راتلونکې کې به هم هيڅ رول ونه لوبوي. هيله ده چې امريکا په دې برخه کې له غلطو نظرونو څخه لاس واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای