CRI Online

د م م د خواړو او کرنې سازمان: په تېرو پنځو مياشتو کې په نړۍ کې د خوراکي توکو بيې په پر له پسې ډول زياتې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-07 10:59:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د خواړو او کرنې سازمان د جون په ۶مه نېټه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د بدو اقليمي شرايطو له امله، د پنير او جواري عرضه کمه شوې ده او د روان کال تر پنځمې مياشتې پوې د خوراکي توکو بيې په پر له پسې ډول زياتې شوې دي.

د يادې شمېرنې له مخې، د خواړو او کرنې سازمان د خوراکي توکو د بيو شاخص په مې مياشت کې ۱۷۲.۴ ته رسېدلی و چې دا د اپريل په پرتله ۱.۲ فيصده زياتوالی ښيي. دغه شاخص په نړۍ کې د هرې مياشتې د بيو تغير ښيي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای