د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او روسيې د ۲۰۱۹ کال د نړيوالې ادارې ګرد ميز فورم د جون په ۵مه نېټه په مسکو کې تر سره شو. د دې فورم موضوع وه (( د نړيوالې ادارې اصلاحات او د چين او روسيې هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ)). د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو څانګې دايمي مرستيال او د چين د لوړ فکري سازمان د شورا مشر وانګ شياو هوی، د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو پخواني مرستيال او د چيني خلکو د سولې او د وسلو کمښت ټولنې مرستيال جو لي، د روسيې او چين دوستانه ټولنې لومړي مرستيال سيرګې لوزيانين او نورو چيني او بهرنيو کارپوهانو د يادې موضوع په اړه بحثونه وکړل.
د دې فورم په بهير کې د دواړو هېوادونو څه باندې ۳۰ مشهورو کارپوهانو د (( څواړخيزتوب او نړيوالې ادارې لپاره د ځيرک پلان د وړاندې کولو )) او (( د کلتوري تګ راتګ او د تمدنونو د متقابلو زده کړو په اړه د هراړخيزو همکاريو د پياوړتيا )) په هکله ډيالوګ وکړ.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |