د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پيسو نړيوال صندق (IMF) د جون په ۶مه نېټه وويل، د تجارتي اصطکاک سختېدل او د پولي بازار د چاپيريال ناڅاپه تغير به د امريکا اقتصاد ته واقعي خطرونه رسولي او رسوي يې.
IMF په همدې ورځ وويل، په ۲۰۱۸ کال کې د امريکا اقتصادي زياتوالی ۲.۹ فيصده و، خو د مالياتو د کمښت پاليسۍ د اغېزې په ټيټېدو سره به يې په ۲۰۱۹ کال کې اقتصادي زياتوالی ۲.۶ فيصدو ته لا ټيټ شي، او تر ۲۰۲۰ کال پورې به ۲.۲ فيصدو ته لا ټيټ شي.
IMF وايي، د امريکا هغه تدابير چې وارداتي ګمرګي ماليات لوړوي د نړيوال تجارتي سيستم ته تاوان رسوي. که تجارتي اصطکاک لا سخت شي يا د پولي بازار چاپيريال ناڅاپه بدل شي، نو د امريکا اقتصاد به له واقعي خطرونو سره مخامخ وي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |