CRI Online

د سانتيپټرسبورګ ۲۳م نړيوال اقتصادی فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-06-07 16:37:21

د سانتيپټرسبورګ ۲۳م نړيوال اقتصادی فورم د جون په ۶مه نېټه د روسيې په دويم لوی ښار د سانتيپټرسبورګ کې پرانيستل شو. د دغه درېورځنيفورم عمده مضمون د دواملرونکي پرمختيا د اجنډا جوړول دي. په دې مناسبت چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ له روسيې څخه رسمي ليدنه کوي او د دواړو هېوادونو اړيکې د نوې زمانې لپاره د همکاريو جامع او ستراتيژيکو اړيکو ته لوړې شوي، په اقتصادي او تجارتي ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ واقعي همکارۍ په دغه فورم کې د پام وړ دی.

د سانتيپټرسبورګ نړيوال اقتصادی فورم په لومړي ځل ۱۹۹۷ کال کې جوړ شو چې دا په روسيه کې تر ټولو لوی اغيزه لرونکی نړيوال اقتصادي فورم دی او په روسيه کې د داوس فورم نوم ياديږي. د شميرنې له مخې د څه دباندې ۷۰ هېوادونو څه دپاسه ۱۵ زره ميلمانه په دې فورم کې ګډون لري.

اوسمهال د چين او روسيې تر منځ ذات البيني اړيکې په يو ډېر ښه تاريخي فرصت کې دی. په ياد فورم کې به د چين او روسيې تر منځ د همکاريو په هکله زيات فعاليتونه پر ځای شي چې دانرژيو د سوداګريو په هکله د چين او روسيې دويم فورم، د اروپا او اسيا تر منځ د دوستانه اړيکو او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په هکله سلامشورې، د چين او روسيې د صنعتي او سوداګريزو ټولنو ډيالوګ او داسې نور. تېر کال د چين او روسيې تر منځ دوه اړخيزه تجارتي اندازه له ۱۰۰ مليارډ امريکايي ډالرو څخه اوښتې وه او د وړم کال په پرتله ۲۷سلنه زياته شوې وه. چين په مسلسلو څو کلونو کې د روسيې تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځيدلی دی. د دواړو هېوادونو د مشرانو او د صنعتي او سوداګريزو ټولنو په نظر دواړه هېوادونه اقتصادي او تجارتي همکاريو په برخه کې ډېر ستر توان لري.

د روسيې د ولسمشر اقتصادي مشاور او د دغه هېواد د علومو اکاډمۍ اکاډميشن سيګي ګلازيف وايي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو له مخې په راتلونکو پنځو کلونو به دوه اړخيزه تجارتي اندازه ۲۰۰مليارډو امريکايي ډالرو ته لوړه شي او د دغه هدف د عملي کېدو لپاره دې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي همکاريو کيفيت لوړ شي. اوسمهال د چين او روسيې تر منځ تجارت په لومړي پړاو او د چټکې پرمختيا په حال کې دی. خو بله خوا روسيه په عمده توګه چين ته خام مواد صادروي او له چين څخه جوړ شوي توليدات واردوي. که غواړي د دواړو هېوادونو تجارتي سويه لوړه شي، د توليدي انرژيو او ساينس او تخنيکونو په ساحو کې دې همکارۍ ټينګې کړي. دواړه هېوادونه بايد لا زيات د ګډو پانګونو لا زيات شرکتونه جوړ کړي او په توليد چارو کې د همکاريو اضافي ارزښت دې زيات کړي. که د چين او روسيې ښيګڼې يو ځای استفاده شي، لا ښه برياليتوبونه به وموندل شي.

اوسمهال په روسيه کې د سيلانۍ ښه وخت دی. په مسکو، سانتيپټرسبورګ او نورو لويو ښارونو کې چيني سيلانيان زيات دي. د چين د ولسي پوهنتون د پولي چارو انسټيټيوټ د اجرائيوي مشر وانګ ون په نظر روسيې ته د چيني سيلانيانو سفر د دغه هېواد د اقتصاد پرمختيا ته نوي فرصتونه رسولي او رسوي يې. له دايمي لحاظه د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستۍ ټينګې شوي او خپلمنځي واقعي همکاريو ته يې ټينګ بنسټ برابر کړی دی. په تېرو مسلسلو څو کلونو کې د چين تر ټولو زياتو سيلانيانو روسيې ته سفرونه کړي دي. روسيې ته په کلونکو سيلانيانو کې ۳۰سلنه له چين څخه ورغلي دي. دا يوه ډېره ښه نښه ده. زما په نظر په راتلونکې کې به د فلمونو او ټلويزيوني پروګرامونو، کولتوري توليداتو، ښوونې او ژبو په شمول زياتو برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ پياوړې شي. نو دې ته په کتو د دواړو هېوادونو د همکاريو راتلونکی ډېر پراخ دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړ چې له روسيې څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ليدنې په موده کې د دواړو هېوادونو تصدۍ د ذروي انرژيو، طبيعي ګازو، د موټرو توليد، د ساينس او تخنيکونو او د باغونو جوړولو او د پنځه G په شمول زياتو ساحو کې څه دپاسه لس همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي چې د ارزښت عمومي اندازه يې له شل مليارډ امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای